Banner

په زړه پورې اسلامي معلومات/ غزانور غزا

14.02.2010 20:36

حضرت يعقوب عليه السلام
٠  د يعقوب(ع) د پيدايښت پر وخت اسحاق(ع) ٤٠ کلن و.
٠  د يعقوب(ع) پلار اسحاق(ع) دى.
٠  عبراني ژبه کې د يعقوب(ع) نوم اسرائيل دى.
٠  يعقوب(ع) ٤٠ کلنۍ کې پيغمبر شو.
٠  د يعقوب(ع) پالنه او روزنه دده ماما(لابان) کړې وه.
٠  يعقوب(ع) ١٢ زامن لرل.
٠  يعقوب(ع) د خپل ماما له دوه لوڼو سره واده کړى و، چې ليا او راحيل نومېدلې.
٠  يعقوب(ع) د ماما په کور کې شل کاله تېر کړي وو.
٠  يعقوب(ع) ته هغه وخت نبوت ورکړل شو، چې د کنعان پاچا سلجم ابن دارا و.
٠  يعقوب(ع) يوه لور لرله، چې دينه نوميدله.
٠  د دينه مور ليا ده.
٠  د يعقوب(ع) زوى بنيامين په کنعان کې پيدا شوى، له بنيامين پرته نور زامن يې په قدان کې زوکړي و.
٠  قران شريف د يعقوب(ع) نوم لس ځله ياد کړى دى.
٠  د يعقوب(ع) نوره د نورو په پرتله البقره سوره کې ډېر ياد شوى دى.
٠  يعقوب(ع) اولس کاله په مصر کې تېر کړي دي.
٠  ويل کېږي، چې يعقوب(ع) ١٨٥٣م ز کې وفات دى.
٠  يعقوب(ع) په ١٤٧ کلنۍ کې له نړۍ څخه تللى دى.

حضرت يوسف عليه السلام
٠  د يوسف(ع) پلار يعقوب(ع) دى.
٠  د يوسف(ع) مور راحيل بنت لابان ده.
٠  يوسف(ع) پينځه کلن و، چې مور يې مړه شوه.
٠  د يوسف(ع) نيکه د پلار له لورې اسحاق(ع) دى.
٠  يوسف(ع) اولس کلن و، چې ورونو يې کوهي ته واچاوه.
٠  د يوسف(ع) وروڼو خپل پلار ته ويل چې هغه ليوه وخوړ.
٠  يوسف(ع) په څاه(کوهي) کې درې ورځې و.
٠  يوسف(ع) په وروڼو کې لومړى ځل بنيامين ته وويل، چې ستا ورک شوى ورور يم.
٠  يوسف(ع) يولس وروڼه لرل.
٠  د يوسف(ع) تر ټولو کشر ورور بنيامين و.
٠  يو روايت وايي يوسف(ع) اوه کاله په بند کې و.
٠  د يوسف(ع) مشر ورور راوبين نومېدو.
٠  د يوسف(ع) غور نېکه ابراهيم(ع) دى.
٠  د يوسف ع نوم په قران شريف کې ٢٦ ځله راغلى دى.
٠  د يوسف(ع) نوم د قرانکريم په درې سورتونو کې راغلى دى، چې هغه يوسف، انعام او المومن دي.
٠  د يوسف(ع) پېښه په تفصيلي ډول يوسف سورت کې ذکر شوې ده.
٠ د يوسف(ع) پېښې ته قران احسن القصص نوم ورکړى دى.
٠  يوسف(ع) ١٢٠ کاله عمر درلود.
٠  يوسف(ع) په بيت المقدس کې تدفين دى.

خلیل الله خان احمدزی تالوخیل 26.11.2011 07:58

محترمه له معلوماتو څخه دی یو جهان مننه دوی یم

عبد الرحيم خان - پكتياوال 27.10.2010 09:59

محترم شينواري صاحبه سلامونه مو قبول كړه
ستاپه اند ستا نظر صحيح ده چه له (م) څخه دقبل ميلاد معنى اخلي مګر په علمي توګه تاريخ داسي ليكل كيږ :

1 - 1431 هـ. ق ( معنى هجري قمري )
2 -1389 هـ. ش ( معنى هجري شمسي )
3 - 2010م (معنى ميلادي)
او يا
4 -2010 ع (عيسوى ميلاد )
نو ښه خبره به دا وي چه مونږه يوه علمي ليكنه په نظر كشي ونيسو تر څو زمونږه بغير نور څوك هم زمونږه به ليكنه پوه شي.
اميد لرم چه قناعت به دي شوي وي

په درناوي

عبد الرحيم خان - پكتياوال
سعودي عربستان - جدة

ab_rahim_khan@hotmail.com
abdrahim.khan@yahoo.com

امید نوید شینواری 16.02.2010 01:48

غزا صيب مالومات مو ډېر ګټور دي، مننه.

پکتیاوال صېب 1853م ز دا مانا چې د حضرت عیسی له پيدايښته 1853 کاله وړاندې.م ز د مخ زېږد(قبل میلاد) په مانا دی.مننه.

خان 15.02.2010 13:08

دعبدالرحيم خان ورور له ليك سره موفق يم هغه خو درته ويلي وه چي بايد لږ كوشش وكړي
په نشر كي زه درته وايم چي لږ نه بيخي زياته هڅه بايدوكړي
او زياتو مطالعاتو له مخي يي بيا ولي
په درنښت
خان

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.